افغان ولسمشر د خپل تره په ګډون ۸ سفیران له دندو لرې کړل

18 سنبله 1397 ساعت 8:58

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل تره قیوم کوچي په ګډون د افغانستان ۸ سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ کارکوونکي له دندو لرې کړل.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل تره قیوم کوچي په ګډون د افغانستان ۸ سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ کارکوونکي له دندو لرې کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادو سفیرانو ترڅنګ په پېښور کې افغان کونسل معین مرستیال هم له دندې لرې کړی دی.

په مسکو کې قیوم کوچی، په جرمني کې علي احمد جلالي، په قطر کې فیض الله کاکړ، په ایران کې نثار احمد نور، په ترکیه کې عبدالرحیم سید، په کویټ کې منګل حسین، په یونان کې عمر صمد او په هسپانیا کې مسعود خلیلي هغه سفیران دي، چې د ولسمشر په حکم له دندو لرې کړای شوي دي.

دغه راز ولسمشر غني په یاد حکم کې له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې له سفارتونو څخه ۴۹ نور کارکوونکي یا دیپلومات هم که په ۲ اوونیو کې یې خپل تعلیمي سندونه وړاندې نه کړای شول، وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108067

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108067/

جمهور
  https://www.jomhornews.com