سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لسګونه وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ ډلیز برید کړی او جګړه اوس هم روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خماب سرپرست امنیه قوماندان محمد آسماعیل زیاتوي، چې طالبانو نن یکشنبې د وږي ۱۸ مه پر دغه ولسوالۍ حمله کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالۍ په ښار کې د ننه جګړه روانه ده، دوکانونه تړلي او هېڅوک له خپلو کورونو نه شي وتلي.
د خماب ولسوال چې خپله هم په جګړه کې دی، د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:جوزجان