سټیو بینن: د امریکا ولسمشر ټرمپ له کودتا سره مخ دی

19 سنبله 1397 ساعت 8:48

د امریکا محتده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی نېږدې ملګری او د سپینې ماڼۍ د ستراتېژۍ له پاره جګ پوړی سلاکار سڼیو بنن ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له کودتا سره مخ دی.


د امریکا محتده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی نېږدې ملګری او د سپینې ماڼۍ د ستراتېژۍ له پاره جګ پوړی سلاکار سڼیو بنن ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له کودتا سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بینن دغه خبره رویټرسره په ځانګړې مرکه کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مقاتلې، چې لیکوال یې نه دی معلوم په اشارې سره کړې ده.

 ښاغلي بینن رویټرز ته ویلي«تاسو چې څه ولیدل، بېخې ډېره جدي خبره ده، دا په ادارو مستقیمه حمله ده، دا کودتا ده.»

نیویارک ټایمز دغه مقاله د د تېرې چهارشنبې په ورځ خپره کړې وه او لیکلې یې و چې دا یو لوړپوړي چارواکي لیکلي ده خو نوم یې ځکه نشې څرگندولې چې دا به د هغه کار ته خطر پیښ کړي.

په دغه مقاله کې لیکوال وایي، د ټرمپ د ادارې د ننه ځینې کسان کوښښ کوي چې د هغه د اجنډا د ځینو برخو سره خپل مخالفت وښیي.

سټیو بینن و ویل چې تیر ځل د امریکا ولسمشر د کورنۍ جگړې په وختونو کې په دې ډول چیلنج شوی و چې کله جنرال جارج مکالین د ولسمشر ابراهام لنکن سره نښتې و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com