د بغلان د بورکې ولسوالۍ له پاره طالب ولسوال و وژل شو

19 سنبله 1397 ساعت 9:03

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه د بورکې ولسوالۍ د منګلو په سیمه کې پر طالبانو برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو یو سراچه موټر په نښه شو، چې په کې د بورکې له پاره طالب ولسوال مولوي سیف الدین مشهور په حذیفه و وژل شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له مولوي حذیفه سره ۹ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 


د مطلب کود: 108110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com