سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې یوه ځوان تر لفظي شخړې وروسته خپل پلار د چاکو په ګذار وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده ویلي، دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پلار او زوی تر منځ لومړی لفظي شخړه رامنځ ته شوې او ورسته زوی پر پلار د چاکو وارونه کړي او وژلی یې دي.
د پولیس ویاند وايي، قاتل او مقتول د غور ولایت اصلي اوسېدونکي دي، چې دا مهال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په خاتم الانبیا ښارګوټي کې اوسېدل.
دی زیاتوي، چې قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او په خپل جرم یې اعترات هم کړی، چې دا مهال د پولیسو تر پلټنو لاندې دی.
هغه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل کورنۍ ستونزې وبللې.
جمهورخبري آژانس:هرات