د بادغیس بالامرغاب کې ۲۵ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 سنبله 1397 ساعت 10:40

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، جګړه پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه هغه مهال ونښته، چې وسله والو طالبانو بالامرغاب ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب امیني ویلي، د طالبانو په برید کې څلور پولیس ټپیان شوي او نور هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید او ډزو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، دا مهال په سیمه کې جګړه نشته او امنیت تامیین دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
 


د مطلب کود: 108117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com