د جوزجان خماب ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې

19 سنبله 1397 ساعت 10:51

سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان ولایت خماب ولسوالي تر یوې سختې او درنې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان ولایت خماب ولسوالي تر یوې سختې او درنې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې پر دغه ولسوالۍ له تېرو څلورو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو تر بریدونو او کلابندۍ لاندې وه.

د جوزجان د ولایتی شورا غړې علیمه صدف جمهور خبري آژانس ته په تلېفوني خبرو کې و ویل، چې دغه ولسوالۍ ۹۰ سلنه طالبانو لاس ته لوېدلې او یوازې د دیو قلعه پوسته له امنیتي ځواکونو سره ده.

نوموړي و ویل، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید کړی و، چې د جګړې له امله د سیمې خلک د امو سیند څنډو او ځینو نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

صدف د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري ځکه د دې په وینا طالبانو په دغه ولسوالۍ کې تلېفوني ستنې له منځه وړلې او د سیمې له خلکو سره اړیکې پرې شوې دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې دا هم و ویل، چې دا مهال تازه دمه امنیتي ځواکونه د یادې ولسوالۍ ګاونډ ولسوالۍ ته رسېدلي او عملیات یې پیل کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د جوزجان ولایت خماب ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com