ولایتي شورا:

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

19 سنبله 1397 ساعت 11:03

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی او طالبان ادعا کوي، چې د دې ولایت دایمیرداد ولسوالۍ طالبانو نیولې خو امنیتي چارواکي یې نه تاييدوي.


د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی او طالبان ادعا کوي، چې د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ طالبانو نیولې خو امنیتي چارواکي یې نه تاييدوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دایمیرداد ولسوالۍ له تېرو دوه ورځو راهیسې طالبانو بریدونه پیل کړي، چې د ولایتي شورا د غړي شریف الله هوتک په وینا دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

هوتک وايي، طالبانو تېره شپه هم پر دایمیرداد ولسوالۍ برید وکړو چې دغه ولسوالي یې نیولې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر افغان سرتېري له ولسوالۍ وتلي او یو شمېر نور په جګړه کې وژل شوي دي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا دغه غړی وايي، دایمیرداد د حکومت او امنیتي ځواکونو د نه پاملرنې له امله سقوط شوې ده.

پرون د افغان حکومت د اجرائیه ریاست محمد محقق هم د شهید اوونۍ په لمانځ غونده کې و ویل، چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او ګڼو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان هم وايي، دغه ولسوالي دوی نیولې، ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او زیات شمېر وسلې او مهمات یې نیولي دي.

د میدان وردګو چارواکي پر دغه ولسوالۍ د طالبانو برید او په کې د امنیه قوماندان په ګدون د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کوي، خو دا خبره یې په کلکه رد کړې، چې ګڼې طالبانو تېره شپه دغه ولسوالي نیولې ده.

د میدان وردګو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسوالي سقوط شوې نه ده، بلکې طالبان ترې په شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي ۳۵۰ طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید کړی و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت څخه وروسته په شاه مات شوي دي.

سرچینه زیاته کړې، چې په جګړه کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي دا نه مني چې یاده ولسوالۍ دې سقوط کړی وي او دا يې يوازې د دښمن تبلیغات یاد کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې هلته له تېرې شپې راهېسې هېڅ جګړه نه‎ ده شوې او ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com