چین او پاکستان هوکړه کړې، چې د افغان سولې سره به مرسته کوي

19 سنبله 1397 ساعت 12:07

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې به همکاري او کار کوي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې به همکاري او کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي چې پاکستان ته په سفر تللی، پرون یکشنې د وږي ۱۸ مه د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

ښاغلي وانګ یي په خپلو خبرو کې ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی، چې چین او پاکستان به په ګډه د نړیوالو او سیمه ییزه اړیکو د غښتلي کولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او دغه راز د افغان سولې په برخه کې په ګډه کار کوي.

دغه راز په دې لیدونو کې چینايي او پاکستاني چارواکو، پر نظامي همکاریو، اقتصاد، سوداګرۍ او د ملکي ادارو پر پیاوړي کولو هم بحث او خبرې کړي دي.

وانګ يي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي«موږ به دفاعي او امنیتي همکارۍ ژورې کړو، د پوځ او ملکي ادارې به په ګډه د ترکستان د اسلامي ګوند د له منځه وړلو له پاره ځواکمن کړو او له پاکستان سره به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړو.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، له خپل چنايی سیال سره یې د سیمې پر امنیت، په افغانستان کې پر سولې او دغه راز ستراتېژیکو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي«موږ د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز په اړه ګټورې خبرې کړې دي، ما د چین د بهرنیو چارو وزیر ته بیا ضمانت وکړ، چې دغه اقتصادي دهلیز د پاکستان له پاره یو ملي، ستراتېژیک او ژور ارزښت لري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی له چینايي چارواکو سره د دفاعي او امنیتي همکاریو، د ښې حکومتولۍ د تجربو په تبادله، فرهنګي پراختیا، په نړیوالو او سیمه ییزه مسایلو کې پر ګډې همکارۍ، او د چین او پاکستان د ټولنې په نېږدې والي توافق کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 108126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com