طالبانو د سرپل ولایت په مرکز برید کړی او جګړه روانه ده

19 سنبله 1397 ساعت 12:19

د سرپل د والي ویاند تایید کړه، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز له دریو لوریو بریدونه پیل کړي او جګړه روانه ده.


د سرپل د والي ویاند تایید کړه، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز له دریو لوریو بریدونه پیل کړي او جګړه روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبې د وږي ۱۹ مه رسنیو ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د سرپل په ښار له دریو لوریو بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د سرپل ښار دوه کیلومترۍ ته رسېدلي او دا مهال جګړه د ښار په څنډو کې روانه ده.

طلوع نیوز د اماني له قوله ویلي، چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د سرپل ښار مهمه نقطه بلغلي یې نیولې ده.

مجاهد دا هم ویلي، چې په دې سیمه کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو حکومتي چارواکو یې دغه ادعا رد کړې ده.

ځینې سرچینې وايي، طالبانو د صیاد ولسوالۍ، جنوب او شمال له لوري پر سرپل ښار بریدونه کړي او جګړه د ښار په دوه کیلومترۍ کې دوام لري.

سیمه ییز چارواکو ویلي، د جګړې له امله د سرپل – جوزجان لار تړل شوې او طالبانو پر دغه لار تلاشي پیل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 108127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com