دفاع وزارت په شمال کې نوی سیمه ییز ځواک جوړوي

19 سنبله 1397 ساعت 12:29

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په شمال کې هم سیمه ییز ځواک جوړ کړي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په شمال کې هم سیمه ییز ځواک جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي خبریالانو ته کړې او ویلي یې دي، چې دغه ځواک له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د امنیت د ټینګښت په موخه جوړېږي.

جنرال احمدزي ویلي، چې دغه نوی ځواک به کاملآ له افغان ملي اردو سره تړلی وي او له ۱۲ اوونیو روزنې وروسته به په ولسوالیو کې ځای پر ځای کېږي.

د شاهین قول اردو قوماندان وايي، په ملي اردو پورې تړلي نوي سیمه ییز ځواکونه به په ۷ کنډکونو کې د افغانستان د شمال پر ناامنو ولسوالیو ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت هم افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې ۳۶ زره داسې سیمه ییز ځواکونه تشکیل کړي چې په ملي اردو پورې تړلي وي.

په دې وړاندیز کې ویل شوي چې باید دا ځواکونه د بېلابېلو قومونو وي چې د قومي شخړو مخه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com