د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي کابل ته راځي

19 سنبله 1397 ساعت 12:35

پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل افغان سیال په بلنه کابل ته ولاړ شي.


پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل افغان سیال په بلنه کابل ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دې نیوز ورځپاڼې د پاکستان چارواکو له قوله ویلي، چې قریشي به د دغه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر ښاغلي غني او نورو چارواکو سره وګوري.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د محمود قریشي په خوله ولسمشر غني ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړي.

که څه هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر کره نېټه نه ده معلومه شوې، خو څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني خپل پاکستاني سیال محمود قریشي ته د ټلېفوني اړیکې پرمهال کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108129

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com