۰
د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون رییس:

د دفاع او کورنیو چارو وزیران د بهرنیو استخباراتو په امر طالبان مسلح کوي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۹
ولسي جرګې ته د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس د روان امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنو ګروېږنو له پاره ورغوښتل شوي و، خو جرګې ته نه دي ورغلي.
د دفاع او کورنیو چارو وزیران د بهرنیو استخباراتو په امر طالبان مسلح کوي
ولسي جرګې ته د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس د روان امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنو ګروېږنو له پاره ورغوښتل شوي و، خو جرګې ته نه دي ورغلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرګې دغه درې امنیتي چارواکي د ټولو هېواد په کچه د امنیت او په ځانګړې توګه پر غزني د طالبانو د برید په تړاو جرګې ته استجواب له پاره ورغوښتل شوي وو، خو درې واړه چارواکو د یوه مکتوب په لېږلو سره د لومړۍ درجه احضاراتو له امله له جرګې غوښتنه کړې، چې د دوی د ورتګ موضوع د محرم میاشتې تر لسمې وروسته وځنډوي.

ولسي جرګې د امنیتي چارواکو دغه غوښتنې ته د رد ځواب ورکړ او د هغوی د استیضاح له پاره یې د مېز پر سر پاڼې کېښودې تر څو استازي پرې لاسلیک وکړي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس اقبال صافي تور پورې کړ، چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران د بهرنیو استخباراتو په لارښوونه او امر د امنیتي پوستو په پرېښودو سره طالبان تجهیزوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه چارواکي د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي، خپلې چارې نه شي مدیریت کولای او همدا سبب دی، چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس اقبال صافي له جرګې وغوښتل، چې د همدغه کړنو په خاطر د امنیتي ارګانونو له چارواکو باید د باور رایه واخستل شي.

د جرګې یوه بل ته غړي حسین ناصري هم ورته څرګندونې درلودې او د امنیتي ارګانونو چارواکو طالبانو او داعش ته د سیاسي قدرت د لېږد پروسه پر غاړه اخیستې ده.

د غونډې په پای کې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له اداري کارکوونکو وغوښتل تر څو د استیضاح پانې راوړي او د مېز پر سر یې کېږدي، چې استازي پرې لاسلیک وکړي.

نوموړي و ویل، چې که چېرته ۲۰ سلنه استازو پر دغه پاڼه لاسلیکونه وکړل، نو بیا به د کمېسیونونو د مشرانو د کمېتې له لارې د وزیرانو د استیضاح نېټه کره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي