۰
نی:

د ملي یووالي په حکومت کې هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) چارواکي وايي، د ملي یووالي د حکومت له پیله تر اوسه پورې هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.
د ملي یووالي په حکومت کې هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) چارواکي وايي، د ملي یووالي د حکومت له پیله تر اوسه پورې هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې د حکومت له پیله تر اوسه پورې ټولټال ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.

د نی اجرايوي ریيس عبدالمجيب خلوتګر نن دوشنبې د وږي ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د رسنيو د كاركوونكو د تلفاتو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګند کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې خبريالي او په رسنيو كې كار كول ورځ تر بلې سختېږي او د ملي يووالي حكومت له پيله په منځنۍ توګه هر كال ۱۳ خبريالان او انځور اخيستونكي وژل شوي دي.

خلوتګر د ملي يووالي حكومت له پيله تر اوسه په هېواد كې ۵۳ خبريالان او انځور اخيستونكي وژل شوي، چې د تېر حكومت په پرتله څلور برابره زياتوالى ښيي.

د نی اجرائیوي مشر حكومتي مسوولين د خبريالانو د امنيت د ټينګښت په برخه كې په بې پروايئ تورنوي.

ده د امنيتي ارګانونو له مشرتابه وغوښتل، چې د تروريستي پېښو له ترسره كېدو وروسته د خبري پوښښ په مهال د خبريالانو د ساتنې لپاره تازه امنيتي تشكيل رامنځته كړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي