۰

سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه غونده جوړېږي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۴
ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د دایمي غړو په کچه په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه غونده جوړه شي.
سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه غونده جوړېږي
ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د دایمي غړو په کچه په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا سه شنبې د وږي ۲۰ مه د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړېږي.

دغه غونده د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود په غوښتنه جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر ډاکتر یوسف بن احمد العطیمین په یوه اعلامیه کې د سعودي عربستان له پاچا مننه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو له چټکتیا ملاتړ کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د دغه غونډې هرکلی کړی او تمه یې ښودلې، چې دا غونده به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د سولې عالي شورا وايي، دوی ځکه د دغه غوندې مثبتو پایلو ته هیله من دي، چې سعودي عربستان د وسله‎ والو په ملاتړو هېوادونو نفوذ او ښې اړیکې ورسره لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي