د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

د هاګ محکمه د امریکا له پاره مړه ده، څېړنې به یې د توجیه وړ نه وي

20 سنبله 1397 ساعت 9:15

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، که د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي، دا څېړنې به یې کاملآ بې بنسټه او د توجیه وړ نه وي.


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، که د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي، دا څېړنې به یې کاملآ بې بنسټه او د توجیه وړ نه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بولټن چې امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې اړه وینا کوله و ویل، چې د هاګ یا د جرمونو نړیواله محکمه په دې برخه کې د امریکا له پاره مړه ده.

نوموړي زیاته کړې«نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار و ویل، که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحدو ایالاتونو، اسرایلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه شي.

ده خبردارۍ ورکړ، چې واشینګټن چمتو دی څو د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم و ویل، هر هېواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.

بولټن وايي، افغانستان او یا بل کوم هیواد چې د روم پریکړه لیک یې لاسلیک کړی وي، د کوم له مخې چې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، د تحقیقاتو غوښتنه نه ده کړې.

باید و ویل، شي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د هغو تورونو په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو په ځانګړې توګه له زندانیانو سره د ناوړه چلن په برخه کې لګېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com