د هند د بهرنیو چارو وزارت:

هند به له افغانستان سره هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي

20 سنبله 1397 ساعت 9:24

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوخال د یوه پلاوی په ملګرتیا پرون دوشنبې د وږي ۱۹ مه کابل ته راغلی دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار هم له ښاغلي ګوخال او ورسره پلاوي سره د ملي امنیت شورا دفتر د غوندو په تالار کې وکتل او له افغانستان سره یې د دغه هېواد د سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو له امله مننه وکړه.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرباڼه وايي، دواړو لورو د سيمي پر سياسي او امنيتي حالت ژور بحث او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې د ګډو هڅو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د سيمه ييزو همکاريو پر اوسنی حالت هم خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي ودې په موخه يې د سيمې د هېوادونو دوامداره همکاري مهمه وبلله.

په ورته وخت کې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره هر اړخيزو سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108156

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108156/

جمهور
  https://www.jomhornews.com