د ملګروملتونو د کډوالو کمېشنر:

اروپایان دې د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو کې بېړه نه کوي

20 سنبله 1397 ساعت 9:36

د ګډوالو له پاره ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګراندي پر اروپايي هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې له بیړې کار وانخلي.


د ګډوالو له پاره ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګراندي پر اروپايي هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې له بیړې کار وانخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي فرانسه او جرمني کې وروستیو وژونکو  بریدونو ته په اشارې ویلي، اروپایان باید د څو تنو د جرم په خاطر ټول افغانان تورن نه کړي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې، چې طالبان او داعش د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ځانمرګي او وسله وال بریدونه او چاودنې کوي، په اروپا کې په دې غور کېږي چې افغانان خپل هیواد ته واستوي.

ګراندې، چې په جینوا کې یوې خبرې غونډې ته وینا کوله و ویل«په دې ډېر فشار دی چې افغانان خپل هیواد ته واستول شي، زموږ سپارښتنه دا ده چې دا پروسه په خورا احتیاط پر مخ یوسئ ځکه چې له امنیتي نظره افغانستان حالات خرابېدونکي دي.»

دی ټينګار کوي، که هر څوک هغه که مهاجر وي یا پناه غوښتونکی، جرمونه وکړي باید مهاجرت ورڅخه واخیستل شي او په مجرم باید قانون تطبیق شي خو نه دا چې د یوه کس یا د سیاسي هدف په خاطر ټوله ټولنه تورنه کېږي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډېره خطرناکه ده، ځکه چې د پناه غوښتونکو یا مهاجرو لوی اکثریت جرمونه نه کوي او تر بل هر چا د تبعیض له خطر سره زیات مخامخ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108157

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108157/

جمهور
  https://www.jomhornews.com