۰

روسیې خپل تر ټولو ستر نظامي تمرینات پيل کړل

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
له ساړه جنګ څخه راپدېخوا روسیې خپل تر ټولو لوی او بې ساري پوخي تمرینات پيل کړي دي.
روسیې خپل تر ټولو ستر نظامي تمرینات پيل کړل
له ساړه جنګ څخه راپدېخوا روسیې خپل تر ټولو لوی  او بې ساري پوخي تمرینات پيل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه پوځي تمرینانو کې کابو ۳۰۰ زره روسي سرتېري، زرګونه ټانکونه، الوتکې او نور وسایل کارول کېږي.

دغه پوځي تمرینات چې په سایبیري کې تر سره کېږي په کې ۳۲۰۰ چینايي سرتېرو هم برخه اخیستې ده.

د روسي حکومت چارواکو ویلي دوی د خپلو پوځیانو د پياوړي کولو او د دوی د وړتیاو د معلومولو لپاره پر دومره سترو نظامي تمریناتو لاس پورې کړی دی.

روسیې تر دې وړاندې په ۱۹۸۱ کال کې دغه ډول ستر نظامي تمرینات ترسره کړي وو، خو دا ځل تر هغه هم سرتېري او وسایل پکې ډېر دي.

روسیه داسې مهال دغه نظامي تمرینات ترسره کوي چې د شمالي اتلانتیک یا ناټو له سازمان سره یې په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي