روسیې خپل تر ټولو ستر نظامي تمرینات پيل کړل

20 سنبله 1397 ساعت 9:45

له ساړه جنګ څخه راپدېخوا روسیې خپل تر ټولو لوی او بې ساري پوخي تمرینات پيل کړي دي.


له ساړه جنګ څخه راپدېخوا روسیې خپل تر ټولو لوی  او بې ساري پوخي تمرینات پيل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه پوځي تمرینانو کې کابو ۳۰۰ زره روسي سرتېري، زرګونه ټانکونه، الوتکې او نور وسایل کارول کېږي.

دغه پوځي تمرینات چې په سایبیري کې تر سره کېږي په کې ۳۲۰۰ چینايي سرتېرو هم برخه اخیستې ده.

د روسي حکومت چارواکو ویلي دوی د خپلو پوځیانو د پياوړي کولو او د دوی د وړتیاو د معلومولو لپاره پر دومره سترو نظامي تمریناتو لاس پورې کړی دی.

روسیې تر دې وړاندې په ۱۹۸۱ کال کې دغه ډول ستر نظامي تمرینات ترسره کړي وو، خو دا ځل تر هغه هم سرتېري او وسایل پکې ډېر دي.

روسیه داسې مهال دغه نظامي تمرینات ترسره کوي چې د شمالي اتلانتیک یا ناټو له سازمان سره یې په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108158

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108158/

جمهور
  https://www.jomhornews.com