۰

له افغانستان سره د چین ښې اړیکې به پر پاکستان منفي اثر وکړي

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د ویون په نامه پاکستاني رسنۍ لیکلي، چین له افغانستان سره ښې اړیکې لري او دغه اړیکې ښايي د چین او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
له افغانستان سره د چین ښې اړیکې به پر پاکستان منفي اثر وکړي
د ویون په نامه پاکستاني رسنۍ لیکلي، چین له افغانستان سره ښې اړیکې لري او دغه اړیکې ښايي د چین او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاته کړې، که څه هم له ټولو مسایلو سره چین پر پاکستان پوره نفوذ لري خو له افغانستان سره پر ښو اړیکو یې ښايي کینه راپورته شي.

دغه رسنۍ وړاندې لیکلي چین اړتیا لري، چې په سیمه کې د خپل اقتصادي پرمختګ او سترو پروژو د عملي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد ګامونه واخلي او د سیمې د ثبات لپاره هڅه وکړي.

د سرچینې په وینا چین چې پر پاکستان پراخ نفوذ لري، په همدې خاطر هڅه کوي، څو طالبان سولې ته تیار کړي.

د همدې هڅو په لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي او تر څنګ یې د افغان سولې لپاره رښتینې ګامونه اوچت کړي.

باید و ویل شي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دوه ورځې وړاندې اسلام آباد ته په سفر تللی وو او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چاروکو سره لیدلي وو.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره په پوځي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د سولې په برخه کې پر ګډو هڅو توافق ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي