کندهار کې چاودنې څلور پولیس ټپیان کړل

20 سنبله 1397 ساعت 10:13

کندهار ولایت کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته چاودنه شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.


کندهار ولایت کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته چاودنه شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې سیال روغتون ته څېرمه د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته شوې ده.

سرچینې وايي، پولیسو په دغه سیمه کې تلاشي کوله، چې چاودنه پرې شوې، خو تر اوسه یې نوعیت نه دی معلوم شوی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، په چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، خو ځینې امنیتي سرچینې زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شوي، چې دوه یې سطحي ټپیان وو.

ټپي پولیس د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com