دفاع وزارت: بغلان او وردګو کې مو ۱۰۰ طالبان وژلي دي

20 سنبله 1397 ساعت 10:26

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو پر پټنځایونو درنه بمباري کړې او لسګونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو پر پټنځایونو درنه بمباري کړې او لسګونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ملي دفاع وزارته نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان هوايي ځواک تېره ورځ د وردګو په دایمیردادو او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دایمیردادو کې د هوايي برید پر مهال ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او په مرکزي بغلان کې بیا ۵۲ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت د میدان وردګو په دایمیردادو کې پر داسې مهال د ۴۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید وکړ، چې د ولایتي چارواکو په وینا ولسوالۍ سقوط او د امنیه قوماندان په ګډون ۱۰ سرتېري په کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په دې جګړه کې ۵۲ طالبان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com