حکمتیار:

افغانستان کې د امریکا سیاسي او نظامي ستراتېژۍ ناکامې دي

20 سنبله 1397 ساعت 11:23

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې وايي، په افغانستان کې د امریکا سیاسي او نظامي ستراتېژۍ کاملآ ناکامې دي.


د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې وايي، په افغانستان کې د امریکا سیاسي او نظامي ستراتېژۍ کاملآ ناکامې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار چې نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه یې کابل کې د ټاکنو په اړه یوې خبري غوندې ته وینا کوله و ویل، چې په افغانستان کې امنیتي وضع ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړي د امنیتي وضعیت د خرابېدو یو لامل د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو ترینګلي کېدا او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو پراخې لاسوهنې وبللې.

حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې څومره چې د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې ترینګلې کېږي، په همغه اندازه په افغانستان کې ناامنۍ زیاتېږي.

ده په افغانستان کې د امریکا د سیاسي او نظامي پالیسیو د ناکامېدو یو لامل دا په ګوته کړې، چې ګنې لویدیځ په افغانستان کې یوه قوي لوېدیځ پاله ډله نه لري، او له داسې کسانو سره اړیکې او پر هغوی یې تکیه کړې، چې هغه ډلې په سیمه کې د امریکا له سیالانو سره نېږدې اړیکې لري.

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، چې که امریکا پر همدغه لار او کړنلاره روانه وي، نو په افغانستان کې به هېڅ ډول لاس ته راوړنې ونه لري.

دغه راز حکمتیار په خپلو خبرو کې وروستیو ناامینو ته په اشارې سره و ویل، چې دغه ناامنۍ زیاتره د ګاونډیو د پراخ لاسوهنې له امله رامنځ ته کېږي.

نوموړي پر غزني ښار برید ته په اشارې سره و ویل، چې دغه جګړه هم د یوه ګاونډي هېواد د استخباراتو په نېغه لارښوونه او قوماندې تر سره شوې وه.

که څه هم حکمتیار د دغه ګاونډي هېواد نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل، چې د یوه ګاوندي هېواد استخباراتي قوماندانو په غزني کې د حملې پر مهال ځینو امنیتي پوستو ته ویلي و، چې له جګړې پرته پوستې پرېږدي او وسله والو ته اجازه ورکړي، چې د ښار منځ ته داخلې شي.

دغه راز حکمتیار د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو له دولت سره د سولې پر مهال ویلي و، چې پر یو ځای کېدو سره به مو پنځوس سلنه طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای او جګړې په کمې شي، و ویل، چې د ملي یووالي په حکومت کې نه د سولې ظرفیت شته او نه هم ریښتینې سوله غواړي، بلکې پر جګړې ټینګار کوي.

حکمتیار و ویل، چې د ملي یووالي حکومت کې ځینې کړۍ ان د اسلامي حزب سره پر شوې موافقې او سولې نه دي ولاړ او سوله نه غواړي، څه دا چې له طالبانو سره سولې ته حاضر شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه کړۍ ان دې ته د چمتو دي، چې د خپل رقیب د ځپلو له پاره د هر چا لمن ته ځان واچوي.

د هغه په وینا که چېرته دولت په رښتیا غوښتی، د حزب له اثر او رسوخ څخه د سولې او د طالبانو په لیکو کې کار واخلي، نو ډېری طالبان به د سولې له پروسې سره یو ځای شوي او ناامنۍ به کمې شوې وايي، خو په وینا یې حکومت کې دا ظرفیت نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 108169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com