په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۳ سېلاب قول اردو درستیزوال برید جنرال روح الله خلیل اوغلو چې نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه یې د دغه عملیاتو په اړه خبریالانو ته معلومت ورکول و ويل، چې تېره شپه کابو ۲۰۰ طالبانو د زرمت ولسوالۍ د چوڼۍ په سیمه کې د افغان پوځ پر یوه مرکز برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د ملا قاري نسیم په مشرۍ د طالبانو دغه برید په شاه تبمول شوی او په ځوابیه برید کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۳ قول اردو درستیزوال زیاتوي، چې د افغان پوځیانو په ځوابیه برید کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
جنرال اوغلو د هغو ۸ طالبانو جسدونه هم خبریالانو ته وښودل، چې د جګړې په ډګر کې پاتې شوې وو.
ده په جګړه کې د یوه افغان پوځي د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو پخلی هم وکړه.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې په سویل لویدیځ هلمند کې د پوځ چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي، د هلمند ولایت د ګرمسېر، نادعلي، سنګين، مارجې او ګرشک ولسواليو په سیمو کې د هوايي ځواک او توغندیو په مرسته د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې تر دې دمه اته وسلهوال طالبان وژل شوي او د وسلهوالو یو پټنځای ویجاړ شوی دی.
طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا