حزب اسلامي:

په هېڅ ډول له ټاکنو سره پرېکوڼ نه کو، خو رایه ورکوونکي باید بایومتریک شي

20 سنبله 1397 ساعت 13:28

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، سیاسي ګوندونه به په هېڅ صورت کې له ټاکنو سره پرېکوڼ ونه کړي، بلکې پر خپل وخت او شفافې ټاکنې غواړي.


د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، سیاسي ګوندونه به په هېڅ صورت کې له ټاکنو سره پرېکوڼ ونه کړي، بلکې پر خپل وخت او شفافې ټاکنې غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه یې کابل کې یوې خبري غوندې ته د ټاکنو په اړه وینا کوله، په ټاکنو کې د درغلیو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي و ویل، چې اسلامي حزب له نورو ګوندونو سره یو ځای د ټاکنو په تړاو حکومت او د ټاکنو کمېسیون ته یوه طرحه وړاندې کړې وه، چې په وینا یې هغوی نه ده ورسره منلې او عمل نه پرې کوي.

حکمتیار و ویل، چې سیاسي ګوندونو په دغه طرحه کې د ټاکنو بایومتریک ترسره کېدا، د ټاکنیز نظام بدلون، پر ټاکنو د سیاسي ګوندونو څار او ځینې نورې غوښتنې کړې وې، خو حکومت ورسره ځینې نه دي منلې.

دی په دې اړه د سیاسي ګوندونو استازو له ولسمشر سره هم خبرې کړې او هغه پر ټاکنو احزابو ته د څار له خبرې سره موافقه کړې، خو په عمل کې یې دغه څه نه دي ثابت کړي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت په خپل سر کارونه کوي، او د یوې موضوع په اړه یې هم له سیاسي ګوندونو سره مشوره نه ده کړې.

د اسلامي حزب مشر زیاته کړه، که څه هم حکومت او کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتې نه دي منلې خو له دې سره سره هم سیاسي ګوندونه پر خپل وخت او رڼې ټاکنې غواړي.

نوموړي و ویل«موږ ۳۷ سیاسیو ګوندونو پر دې توافق کړی، چې ټاکنې باید پر خپل وخت او شفافې تر سره شي او په هېڅ صورت کې ټاکنې نه تحریمو، خو حکومت مو باید دا یوه غوښتنه ومني او هغه دا چې هر رایه ورکوونکی باید بایومتریک شي.»

ښاغلي حکمتیار وايي، که حکومت دغه کار ونه کړي، نو راتلونکې ټاکنې به د تېر په څېر له درغلیو ډکې او هېچا ته د منلو نه وي.

د اسلامي حزب مشر په ټینګار سره و ویل«حکومت او کمېسیون موږ ته ویل، چې ستاسو طرحې ته وخت نه لرو، اوس موږ وایو، چې سمه ده، د نوم لیکنې پروسه دې هم هغه مخکنی وي، نوماندان دې هم همغه وي، چې دوی لېست کړي، هر څه دې پر خپل ځای وي، خو فقد رڼې او پر وخت داسې ټاکنې غواړو، چې هر رایه ورکوونکی یې بایومتریک شي، دا خو کوم مشکل کار نه دی، حکومت یې باید ومني.»

نوموړي و ویل، چې که څه د سیاسي ګوندونو د طرحې په اړه له نړیوالو سره هم ناستې او خبرې شوې او هغوی ویلي، چې دوی د افغانستان په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي او هره طرحه باندې چې توافق وشو، د همغې په اساس دې ټاکنې وشي، خو په وینا یې حکومت هڅه کوي، چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې هغه څوک پارلمان ته لار پیدا کړي، چې د دوی په خوښه او د دوی پلوي وي، نه د ملت ریښتیني استازی.

حکمتیار د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ځینې سیاسي څېرې وايي، که د سیاسي ګوندونو طرحه ونه منل شي نو له ټاکنو سره به پرېکوڼ اعلان کړي و ویل، چې دا د شخص نظر دی او د ګوند نه دي.

ده و ویل«دا د شخصي نظر دی، د ګوندونو نه دی، موږ سیاسي په هېڅ صورت کې له ټاکنو سره پرېکوڼ نه کو، ځکه له ټاکنو پرته موږ بل هېڅ بدیل نه لرو، موږ پر خپل وخت او رڼې ټاکنې غواړو، او د دې کار له پاره په ګډه کار کوو، او هر ډول فشارونه به زیات کړو، تر څو ټاکنې پر خپل وخت او رڼې تر سره شي.»

ښاغلي حکمتیار د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ځینې سیاسي ګوندونه د موقت حکومت وړاندیز کوي و ویل، چې د موقت حکومت په رامنځ ته کېدو دا ستونزه نه حل کېږي، ځکه موقت حکومت به د دغه کار له پاره کومه برنامه ونه لري.

نوموړي و ویل، چې د اوسني حکومت موده هم یوازې څو میاشتې پاتې ده او هم یوه برنامه لري، نو ځکه د موقت حکومت رامنځ ته کولو ته اړتیا نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com