۰

ننګرهار کې پر لاریون کوونکو ځانمرګی برید شوی دی

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت کې د لاریون کوونکو په منځ کې ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه پورې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې پر لاریون کوونکو ځانمرګی برید شوی دی
راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت کې د لاریون کوونکو په منځ کې ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه پورې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه ماسپښین مهال جلال آباد – تورخم پر لویه لار د ننګرهار ولایت په مومند دره ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.

عیني شاهدان وايي، ځانمرګي برید کوونکي د لاریون والو په منځ کې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې، چې ګڼه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.

دغه لاریون د مومندرې ولسوالۍ د د محلي پولیسو د قوماندان بلال باچا د لرې کولو په موخه د سیمې د خلکو له خوا په لار اچول شوی وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل وایي، د پېښې له ځایه تر اوسه ۲۰ ټپیان د غني خېلو او مومند درې روغتون ته وړل شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړي و ویل، چې په دغه بېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالیو کې د دریو ښوونخیو مخې ته په چاودنو کې هم یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي