چارواکي:

د کندهار په میوند ولسوالي کې ۷۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

20 سنبله 1397 ساعت 14:14

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوی برید شنډ کړی او په خوابیه برید کې یې ۷۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوی برید شنډ کړی او په خوابیه برید کې یې ۷۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، لسګونه طالبانو تېره شپه (د وږي ۱۹مه) غوښتل د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د کلای ښامیر او سره بغل په سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او وروسته ځان د ولسوالۍ مرکز ته ورسوي، خو دغه پلان یې د افغان ځواکونو له خوا شنډ کړای شو.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، افغان ځواکونو د طالبانو له دغه برید خبرو او له وړاندې یې ورته چمتوالی نیولی و او برید یې پرې وکړ.

درانی وايي، د جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک او د د قاطع ملاتړ ماموریت الوتکو پر طالبانو بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو په دغه برید کې ۵۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۶ ټپیان او ۷ موټر یې سوځول شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی زیاتوي، چې د وژل شویو وسله والو مړي هم په سیمه کې پراته دي.

دغه راز دراني و ویل، چې په جګړه کې ۴ پولیس هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
 


د مطلب کود: 108181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com