ننګرهار کې د پرون برید مرګ ژوبله ۲۳۳ تنو ته ورسېده

21 سنبله 1397 ساعت 9:14

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۲۳۳تنو ته ورسېده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۲۳۳تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د جلال آباد – تورخم تر منځ د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ په ډاکه کې وشو.

برید هغه مهال د لاریون کوونکو په منځ کې وشو، چې د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو دغلته د پولیسو د یوه محلي قوماندان بلال باچا پر ضد لاریون کړی وو او د ډوډۍ خوړلو له پاره په یوه تجیر کې راټول شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه برید کې ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي عبيدالله شينواري وايي، دغه برید کې ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، خو کومې بلې وسله والې ډلې تر اوسه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ولسمشر غني، اجرائیه رییس، ملګرو ملتونو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو قوانینو څخه خلاف عمل بلل دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې پر ولسي خلکو د دا ډول حملو د ترسره کوونکي دې عدالت ته راښکل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مومند درې په ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو دا برید غندلی دی او د پېښې له قربانیانو سره په مرسته ټینګار شوی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 108192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com