جیمز متیس:

امریکا د افغان سولې د خبرو لپاره یو قوي کس ګومارلی دی

21 سنبله 1397 ساعت 9:16

د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس وایي، امریکا د لومړي ځل له پاره د افغان سولې د خبرو له پاره یو قوي کس ګمارلی او هیله ده، چې دغه خبرې په سرعت مخې ته ولاړې شي.


د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس وایي، امریکا د لومړي ځل له پاره د افغان سولې د خبرو له پاره یو قوي کس ګمارلی او هیله ده، چې دغه خبرې په سرعت مخې ته ولاړې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متیس چې پنټاګون کې یې خبریالانو ته خبرې کولې نغوته یې زلمي خلیلزاد ته وه، چې تازه د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

نوموړي د زلمي خلیلزاد د ټاکل کېدو په اړه و ویل، چې امریکا اوس د افغانستان لپاره یو بل استازی هم لري او دا لومړی ځل دی چې امریکا د سولې د خبرو لپاره یو قوي کس ګومارلی دی او هیله لري چې دغه خبرې ډېرې په سرعت مخ ته لاړې شي.

د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې ۴۰ کلنې جګړې هر افغان ستړی کړی، له جګړې بېزاره او سوله غواړي.

متیس و ویل، چې او اوس ددې وخت دی، چې دغه هېواد ته سوله او ثبات راوستل شي او د سولې تر راتګ پورې به امریکا په افغانستان کې خپلې جګړې ته ادامه ورکوي.

نوموړي د طالبانو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه و ویلو چې د طالبانو له فعالیتونو دوه شیه څرګندېږي، یو دا چې سولې ته یې زړه ښه کړی او بل دا چې د افغانستان په ځينو برخو کې یې خپل تشدد او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com