افغان حکومت:

له طالبانو سره هر ډول خبرې زموږ په همغږۍ تر سره کېږي

21 سنبله 1397 ساعت 9:38

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او طالبان استازو تر منځ کېدونکو خبرو ته په اشارې وايي، له طالبانو سره هر ډول خبرې د افغان حکومت په همغږۍ تر سره کېږي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او طالبان استازو تر منځ کېدونکو خبرو ته په اشارې وايي، له طالبانو سره هر ډول خبرې د افغان حکومت په همغږۍ تر سره کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکايي پلاوی او طالب استازي به یو ځل بیا سره وګوري.

رویټرز خبري آژانس پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د دوه طالب چارواکو له قوله ویلي و، چې طالبان د دغه خبرو له پاره د پلاوي پر ټاکلو بوخت دي.

طالب چارواکو دا هم ویلي و، چې د دوی پلاوی به درې یا څلور کسیزه وي او مشري به یې هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی کوي.

سرچینې دا هم زیاته کړې وه، چې طالب پلاوی به له امریکايي چارواکو سره د بندیانو پر تبادلې هم خبرې وکړي خو اصلي موخه یې دا ده، چې وګوري امریکا د سولې د خبرو له پاره جدي او ریښتینې ده او که نه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي کېدونکې خبرې له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د وزارت ویاند صبغت احمدي زیاته کړې«د امریکا متحده ایالات ټول مسائل له مونږ سره په همغږۍ مخ ته بیایي، که چېرې امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړي، زمونږ له سترګو به هیڅ هم پټ نه وي، هر څه په همغږۍ ترسره کېږي، انشاالله هغې سولې ته به ورسیږو چې باور پرې لرو.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، هیله ښيي چې د سولې دا ډول هڅې به پایله ولري.

باید و ویل شي، چې امریکايي او طالب استازو تر دې وړاندې هم یو ځل قطر کې د سولې په تړاو خبرې کړې وې، چې د امریکا له لوري دغه خبرې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز پر مخ وړلې.

هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي و، چې د دغه خبرو موخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل له پاره زمینه برابرول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com