۰
د جرمونو نړیواله محکمه!

د امریکا له خبرداریو سره خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوو

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۹
د جرمونو نړیواله محکمه وايي دوی به د امریکا له خبرداري سره سره خپلو کارونو ته ادامه ورکوي او په په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه تر څېړنې لاندې نیسي.
د امریکا له خبرداریو سره خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوو
د جرمونو نړیواله محکمه وايي دوی به د امریکا له خبرداري سره سره خپلو کارونو ته ادامه ورکوي او په په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه تر څېړنې لاندې نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې اعلان کړی له هغه وروسته چې له سلګونو افغانانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو شکایتونه ټول کړل اوس په دغه محکمه کې څېړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وړمه ورځ و ویل، چې که د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي، دا څېړنې به یې کاملآ بې بنسټه او د توجیه وړ نه وي.

بولټن چې امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې اړه وینا کوله و ویل، چې د هاګ یا د جرمونو نړیواله محکمه په دې برخه کې د امریکا له پاره مړه ده.

نوموړي زیاته کړې«نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار و ویل، که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحدو ایالاتونو، اسرایلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه شي.

ده خبردارۍ ورکړ، چې واشینګټن چمتو دی څو د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم و ویل، هر هېواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.

بولټن وايي، افغانستان او یا بل کوم هیواد چې د روم پریکړه لیک یې لاسلیک کړی وي، د کوم له مخې چې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، د تحقیقاتو غوښتنه نه ده کړې.

خو د هاګ محکمې بیا ویلي چې د امریکا له خبرداریو سره سره په پرېکنده توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او د ټولو تورنو بهرنیو ځواکونو دوسیې به څېړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي