د اسلامي همکاریو سازمان:

ټول غړي هېوادونه دې د افغان سولې لپاره هڅه وکړي

21 سنبله 1397 ساعت 9:54

د اسلامي همکاریو سازمان، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا له وسله والو سره د مشروط اوربند ملاتړ کړی او د مخکېنیو پرېکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.


د اسلامي همکاریو سازمان، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا له وسله والو سره د مشروط اوربند ملاتړ کړی او د مخکېنیو پرېکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي همکاریو سازمان  پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د سعودي عربستان جده کې د افغانستان د سولې په تاړو غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې په پیل کې د سازمان عمومي منشي ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین د سازمان دایمي غړو ته و ویل، د افغان سولې او ثبات ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سعودي عربستان د اسلامي همکاریو سازمان د غړي هېواد افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره پوره ملاتړ ته چمتو دی.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، دوی د خپل هر غړي هېواد سوکالي او ارامي غواړي، او د خوندي او ارام افغانستان لپاره د بهرنیو وزیرانو په استازیتوب پر ټولو غړو هېوادونو غږ کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com