افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اهل تشیع عالمانو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د محرم د مراسمو لپاره لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولی شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د اهل تشیع عالمانو سره د ارګ په ماڼۍ کې وکتل.
سرچینه وايي، ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، چې سږ کال د محرم په داسې فضا کې لمانځل کیږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت تغییر کړی ځکه په وینا یې په تېر کې جنګ تحمیل شوی و او اوس د افغانستان د خلکو د ملي یووالي پر ضد جنګ دی.
خو د خبر پاڼې په وینا ښاغلي غني د اهل تشیع عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې د محرم د مراسمو لپاره لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولی شوي دي.
ښاغلي غني ویلي د دې ترڅنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، د ملي امنیت لومړیتوب هم ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.
ولسمشر غني شیعه دیني عالماتو ته په څرګندونو کې ویلي، کابل په څلورو امنیتي زونونو بدل شوی او د کابل لویدیځ هم په امنیتي زون بدلېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل