اروپايي ټولنې هم د هاګ د محکمې له اقداماتو ملاتړ کړی دی

21 سنبله 1397 ساعت 10:18

اروپايي ټولنې هم د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې له وروستیو اقداماتو ملاتړ کړی او وایي هر هغه اقدام چې پر عدالت ولاړ وي دوی یې ملاتړي دي.


اروپايي ټولنې هم د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې له وروستیو اقداماتو ملاتړ کړی او وایي هر هغه اقدام چې پر عدالت ولاړ وي دوی یې ملاتړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي تولنې یوه ویاند روسي رسنیو ته ویلي اروپايي ټولنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عدالت د تامین ملاتړې ده.

روسي ټینګار کړي، چې اروپايي ټولنه د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې په هغه کې عدالت تامین شي او مجرمین خپله سزا و ویني.

اروپايي ټولنې داسې مهال د دغه محکمې له اقداماتو هر کلی کړی، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وړمه ورځ ویلي، که د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي، دا څېړنې به یې کاملآ بې بنسټه او د توجیه وړ نه وي.

نوموړي زیاته کړې« نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار و ویل، که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحدو ایالاتونو، اسرایلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه شي.

ده خبردارۍ ورکړ، چې واشینګټن چمتو دی څو د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم و ویل، هر هېواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.

بولټن وايي، افغانستان او یا بل کوم هیواد چې د روم پریکړه لیک یې لاسلیک کړی وي، د کوم له مخې چې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، د تحقیقاتو غوښتنه نه ده کړې.

خو په ورته وخت کې د جرمونو نړیواله محکمه وايي دوی به د امریکا له خبرداري سره سره خپلو کارونو ته ادامه ورکوي او په په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه تر څېړنې لاندې نیسي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې اعلان کړی له هغه وروسته چې له سلګونو افغانانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو شکایتونه ټول کړل اوس په دغه محکمه کې څېړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com