پاکستان کې د خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال وژل شوی دی

21 سنبله 1397 ساعت 10:27

راپورنه وايي، له پاکستان د خپرېدوونکي اردو ژبې ورځپاڼې خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال محمد سیعد بات د نامعلومه وسله والو کسانو په دزو وژل شوی دی.


راپورنه وايي، له پاکستان د خپرېدوونکي اردو ژبې ورځپاڼې خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال محمد سیعد بات د نامعلومه وسله والو کسانو په دزو وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لیکوال سعید بات پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د پاکستان د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د پنجاب پولیسو ویلي، د اردو ژبې خبرئن ورځپاڼې لیکوال محمد سعید بات په خانیوال ولسوالۍ کې خپل استوګڼځای ته نېږدې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

پولیس وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د دغه قتل سره د تړاو په تور درې تنه نیول شوي، چې دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.

په ورته وخت کې د پنجاب خبریالانو، خبري ټولنو او د رسنیو مسوولینو د پاکستان له قضایه قوې جدي غوښتنه کړې، چې د دغه پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com