روسیه او چین له دې وروسته د ډالر پر ځای خپلې پیسې کاروي

21 سنبله 1397 ساعت 10:39

مسکو او بېجنګ پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې د دواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.


مسکو او بېجنګ پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې د دواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.

د جمهور آژانس د له مخې دغه توافق روسیې ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پر مهال نوموړي له خپل روسیي سیال ولادیمیرپوتین سره کړی دی.

پوتین او پینګ تر لیدونو وروسته په یوه ګډه خبري غونده کې و ویل، چې له دې وروسته به چین او مسکو له دې وروسته په خپلو سوداګریزو معاملو کې ددواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.

د روسیې ولسشمر و ویل، چې له دې وروسته تجارت په ډالرو یا یورو نه کوي او ټول معاملات به د دواړو هېوادونو په ملي پیسو ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پرېکړه یې په ډېرو حساسو شرایطو کې کړې ده، خو سره له دې یې د هېواد راتلونکې ته ګټوره ده.

باید و ویل شي، چې له ترکیې او ایران وروسته، روسیه او چین هم پرېکړه کوي، چې په خپلو منځو او له روسیې سره په سوداګرۍ کې به د ډالر پر ځای له خپلو ملي پولي واحدونو کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com