ښايي ټرمپ یو نوی اجرائیه فرمان لاسلیک کړي

21 سنبله 1397 ساعت 11:42

ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړي.


ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه فرمان پر هغه بنسټونو او بهرنیانو د بندیزونو په اړه دی، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.

رویټرز اژانس او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه وايي، ښايي ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې د سپټمبر ۱۲ دا فرمان لاسلیک کړي، چې له مخې به یې پر هغه بنسټونو او بهرنیانو بندیزونه ولګول شي، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم‎یې نه‎دی یاد شوی رویټرز ته ویلي چې دا بندیزونه په هغو شرکتونو او خلکو لګېږي چې په هک‎کولو یا د انتخاباتو پر وخت له ځینو نورو لارو په لاس‎وهنو تورن وي.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو استخباراتي ادارو ویلی چې روسیې د سایبري او تبلیغاتي کمپاین له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاس‎وهنه کړې ده.

د امریکا امنیتي ادارو ګواښ کړی چې ښايي د کانګرس سږني انتخابات هم چې د نوومبر په شپږمه کېږي د بهرنیانو د لاس‎وهنې له خطر سره مخ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108206

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108206/

جمهور
  https://www.jomhornews.com