ډان ورځپاڼه:

چین، افغانستان ته د جنګي الوتکو پر ورکړه غور کوي

21 سنبله 1397 ساعت 12:48

له پاکستان خپرېدونکې ډان ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چین د افغانستان له لوري د جنګي الوتکو د ورکړې پر غوښتنې غور کوي.


له پاکستان خپرېدونکې ډان ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چین د افغانستان له لوري د جنګي الوتکو د ورکړې پر غوښتنې غور کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼه کاږي، چې دا کار د افغانستان او چین په توېدونکو اړیکو کې تر ټولو نوی پرمختیا ده.

که څه هم ورځپاڼې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې افغانستان کله له چین څخه جنګي الوتکې غوښتې او شمېر یې څو دی، خو تېر کال چین له افغانستان سره د ۷۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

ورځپاڼه وايي، چين د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دی، ځکه اندېښنه لري، چې اېغور توندلاري کېداى شي د بدخشان واخان له لارې د چين په لوېديځ کې بريدونه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چین همدې اندېښنې ته په کتو له پاکستانه غواړي، چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

د ورځپانې د معلوماتو له مخې دغه څه د افغانستان او چین تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، چې د پاکستان دې موضوع ته ډېر پام نه دی.

ډان ورځپاڼې دا مطلب پر داسې مهال خپرو کړی، چې درې ورځې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر درلود او ویې ویل، چې له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د سولې له پاره پر ګډه همکارۍ، پوځي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو کې یو له بل سره پر مرستو توافق کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com