ډاکترعبدالله د افغانستان او هند د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

21 سنبله 1397 ساعت 13:29

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن سه شنبې د وږي ۲۱ مه د هند په ممبیي کې د افغان او هندي توکو دویم ګډ نندارتون د پرانستې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي و ویل، افغانستان او هند پخپلو کې ښې اړیکې لري او د دې تمه ده، چې د سوداګرۍ په برخه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې او او ګټورې شي.

دغه راز په یادو مراسمو کې کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم د افغانستان او هند تر منځ اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې د افغانستان متحدین به د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره خپلې همکارۍ و نه سپموي.

د امریکا سفیر زیاته کړه، چې دغه ډول نندارتونونه په نړیواله کچه افغان توکو ته د بازار موندنې په برخه کې مهم او ګټور دي.

باید و ویل شيو چې د افغان او هندي توکو دغه نندارتون په ممبيي ښار کې پرانیستل شو او تر پنځو ورځو به پرانیستی وي.

په هغه کې د افغانستان او هند توکي نندارې ته اېښودل شوي او ټاکل شوې چې افغان سوداګر هلته ګڼې هوکړې هم لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108210

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com