ولسشمرغني: د ټولو زندانیانو دوسیې به له سره وڅېړل شي

21 سنبله 1397 ساعت 13:37

ولسمشر محمد اشرف غني د څرخي پله د زندانیانو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د ټولو زندانیانو دوسیې به له سره وڅېړل شي.


ولسمشر محمد اشرف غني د څرخي پله د زندانیانو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د ټولو زندانیانو دوسیې به له سره وڅېړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن چهارشنبې د وږي ۲۱ مه د څرخي پله د زندانیانو سره وکتل او په زندان کې یې د ۵۰ بستریز روغتون، اداري ودانۍ او نوي بلاک د بنسټ ډبره کېښوده.

د ارګ د معلوماتو پر بنسټ د دغه زندان نوی بلاک د ۳۰۰۰ زندانیانو د ساتنې ظرفیت لري.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د زندانیانو دوسیې د عدالت د تطبیق لپاره له سره څیړل کېږي.

افغان حکومت په داسې حال کې د څرخي پله د زندانیانو د اوسیدو د ځای او د روغتیايي وضعیت د ښه‌والي لپاره لاس په کار شوی، چې له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د زندانیانو لپاره د ځای د کموالي او د هغوی د معیشت په تړاو اندیښنې ښودلې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com