افغان ځواکونو ته د تعرضي حالت امر شوی دی

21 سنبله 1397 ساعت 15:34

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ځانمرګي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې افغان ځواکونه نور په تعرضي حالت کي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ځانمرګي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې افغان ځواکونه نور په تعرضي حالت کي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن چهارشنبې د وږي ۲۱ مه یوې غوندې ته وینا کوله و ویل، چې مخالفینو د اوربند وړاندیز رد کړ، نو افغان ځواکونه هم اړ دي، چې له دفاعي حالته ووځي او تعرضي حالت غوره کړي.

نوموړي د ننګرهار وروستي ځانمرګي برید ته په اشارې و ویل، دغه ډول بریدونه ښيي، چې وسله وال مخالفین پر افغان ځواکونو د بریدونو توان نه لري او ټول پام یې ملکي وګړو ته اړولی دی.

ښاغلي غني زیات کړه، چې همدې ته په کتو حکومت اړ دی او د دې توان لري، چې د دښمن دغه ډول اعمالو ته په تعرضي حالت ځواب ورکړي.

ولسمشر و ویل«بله چاره نشته، تعرضي حالت شروع شوی او په دې څو ورځو کې زموږ ځواکونو لویې لاسته راوړني درلودلي او لا به هم تعرضي حالت چټک شي.»

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغانان له جګړې ستړي شوي او په وینایې هغه کسان چې اوربند یې نه دی منلی، د راتلونکو پېښو مسولین به وي.

باید و ویل شي، چې په ننګرهار کې پرون د یوه لوی لاریون په منځ کې ځانمرګی برید وشو، چې د چارواکو په خبره ۳۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپيان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com