د ډېورنډ کرښې پورې غاړې شمال لوېدیځ کې د ډبرسکرو د یوه کان د نړېدو له امله ۱۳ تنه معدنچیان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د وږي ۲۱ مه د خیبراېجنسۍ په ادم خېل دره کې په یوه غره کې رامنځ ته شوې ده.
پاکستاني چارواکي وايي، تر اوسه د کان د نړېدو لامل نه دی معلوم شوی، خو ۹ تنه په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي، چې د دوه ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون په وینا هرکال په دغه هېواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسې پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل