کومانډو ځواکونه سرپل ولایت ته رسېدلي دي

22 سنبله 1397 ساعت 9:08

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د سرپل د امنیت د ټینګښت په موخه کومانډو ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د سرپل د امنیت د ټینګښت په موخه کومانډو ځواکونه  دغه ولایت ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې لاهم د سرپل په ښار کې امنیتي ګواښونه په خپل حال دي او د سرپل ولایت د تیلو څاګان هم تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې طالبانو له څو لوریو د سرپل پر ښار بریدونه کړې دي او که چیرته نور ځواکونه ورونه رسیږي دا ښار به سقوط وکړي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 


د مطلب کود: 108229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com