۰

د جرمونو نړیواله محکمه د ۸۸ امریکایانو دوسیې څېړي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د امریکا یوه پخوانی دیپلومات وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځينې اسناد هم سپارلي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه د ۸۸ امریکایانو دوسیې څېړي
د امریکا یوه پخوانی دیپلومات وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځينې اسناد هم سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ديپلومات ډېوېډ سکافر ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې په خپل لېست کې ۸۸ امریکایان شامل کړي دي.

ویل کېږي دغو کسانو په افغانستان کې د سي ای اې په مرکزونو کې بندیان ځورولي، شکنجه کړي او په زور یې له دوی اقرار اخیستی دی.

امریکایي ديپلومات سکافر زیاته کړې، چې د جرمونو نړیواله محکمه پر خپلو خبرو ولاړه ده او هڅه کوي دغه قیضیې وڅېړي.

 دغه امریکايي دیپلومات وايي،  دغه محکمې نه یوازې په افغانستان بلکې، په لېتوانیا، رومانیا او نورو هېوادونو کې هم د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنې پيل کړې دی.

دغه راز نوموړي ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د جنګي جنایتونو دوسیې هم پرانیستې دي او ښایي په هغه کې هم د ګڼو کسانو د جرمونو پلټنه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي