د جرمونو نړیواله محکمه د ۸۸ امریکایانو دوسیې څېړي

22 سنبله 1397 ساعت 10:18

د امریکا یوه پخوانی دیپلومات وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځينې اسناد هم سپارلي دي.


د امریکا یوه پخوانی دیپلومات وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځينې اسناد هم سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ديپلومات ډېوېډ سکافر ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې په خپل لېست کې ۸۸ امریکایان شامل کړي دي.

ویل کېږي دغو کسانو په افغانستان کې د سي ای اې په مرکزونو کې بندیان ځورولي، شکنجه کړي او په زور یې له دوی اقرار اخیستی دی.

امریکایي ديپلومات سکافر زیاته کړې، چې د جرمونو نړیواله محکمه پر خپلو خبرو ولاړه ده او هڅه کوي دغه قیضیې وڅېړي.

 دغه امریکايي دیپلومات وايي،  دغه محکمې نه یوازې په افغانستان بلکې، په لېتوانیا، رومانیا او نورو هېوادونو کې هم د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنې پيل کړې دی.

دغه راز نوموړي ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د جنګي جنایتونو دوسیې هم پرانیستې دي او ښایي په هغه کې هم د ګڼو کسانو د جرمونو پلټنه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108235

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108235/

جمهور
  https://www.jomhornews.com