کلیفورنیا کې یوه وسله وال پنځه تنه په ډزو وژلي

22 سنبله 1397 ساعت 10:22

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس د خپلې مېرمنې په ګډون پنځه کسه په ډزو وژلي دي.


د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس د خپلې مېرمنې په ګډون پنځه کسه په ډزو وژلي دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کلیفورنیا امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي وسله وال په یوه پلورنځي کې لومړی پر خپله مېرمن او دوو نورو کسانو برید کړی دی او وروسته د تېښتې پر مهال دوه کسه نور ویشتلي دي.

پر لار یې غوښتي چې یوه مېرمن او ماشوم یې هم په موټر و وهي خو نه دی بریالی شوی او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان هم وژلی دی.

امنیتي سرچینې وایي دوی د پېښې پلټنه پیل کړې ده او نور معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com