۰

د تورخم-جلال اباد لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
سیمه ییز چارواکي وايي، د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړو وروسته په مومنددرې ولسوالۍ کې د شينوارو قوم لاریون پای ته ورسېد او د جلال اباد- تورخم لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د تورخم-جلال اباد لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه
سیمه ییز چارواکي وايي، د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړو وروسته په مومنددرې ولسوالۍ کې د شينوارو قوم لاریون پای ته ورسېد او د جلال اباد- تورخم لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخط د شينوارو قوم مشرانو او ځوانانو په اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د مشر بلال باچا او د هغه د پلار جلال باچا چې هغه هم د سيمه ييزو پوليسو مشر دی پر ضد لاریون کړی وو.

د دوی په لاریون کې چې دوه ورځې وړاندې د وږي په ۲۰ مه روان وو، یو خونړی ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۷۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.

لاریون کوونکو د جلال آباد – تورخم لار تړلې وه خو د ننګرهار چارواکو د دغه ستونزې د هواري له پاره یوه کمېټې ته دنده سپارلې وه، چې دغه ستونزه حل کړي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وايي، ولايت مقام له لوري د سولې ولایتي کمېټې مشر حاجي ملک نظیر په مشرۍ جوړې شوې کمېټې له پرېکړو وروسته د مومند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د شینوارو د مخورو او ځوانانو لاریون پای ته ورسېد او د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ پرانیسته.

نوموړي زیاته کړې، چې والي حيات لاريون کوونکو ته و ويل، د پرېکړې له مخې یې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا د هغه له دوو وروڼو میرویس او جلیل سره یو ځای نیولي او پولیسو ته یې امر وکړ چې د کمېټې د پرېکړې له مخې د دوی پلار جلال پاچا هم ژر تر ژره ونیسي.

د يادولو ده، لاريون کوونکو پر جلال باچا، بلال باچا او د دوی د کورنۍ پر غړو د بې ګناه انسانانو د وژلو، وهلو ډبولو او نورو ظلمونو تورونه پورې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي