۰
ولسمشر غني:

سولې ته نېږدې شوي یو خو ځینې هېوادونه غواړی دغه هڅې شندې او انزوا ته مو بوځي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۷
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د ۴۰ کلن ناورین پای ته رسېدو او وسلې ته نېږدې شوی، خو د سیمې ځینې هېوادونه کوښښ کوي، دغه هڅې مو شنډې او یو ځل بیا مو له نړیوالې ټولنې لرې وساتي.
سولې ته نېږدې شوي یو خو ځینې هېوادونه غواړی دغه هڅې شندې او انزوا ته مو بوځي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د ۴۰ کلن ناورین پای ته رسېدو او وسلې ته نېږدې شوی، خو د سیمې ځینې هېوادونه  کوښښ کوي، دغه هڅې مو شنډې او یو ځل بیا مو له نړیوالې ټولنې لرې وساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې نن پنشنبې د وږي ۲۲ مه یې ارګ کې د شهیدانو اوونۍ په ویاړ جوړه شوې غونده کې وینا
ولسمشر و ویل« دغه ۴۰ کلن جنګ نور پای ته رسېدونکی دی او په دې نړیواله اجماع رامنځ ته شوې،د سولې امکانات زیات شوي، د جنګ ماهیت تغیر کړی زموږ امنیتي ځواکونه ورځ تر بل ځواکمن کېږي، اوس پوښتنه دا ده، آیا غواړ سولې ته به رسېدو ځان یو ځل بیا له انزوا سره مخ کړو.»
کوله وروستیو ناامنیو او بریدونو ته په اشارې و ویل، چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي، ملي یووالي مو مات او یو ځل بیا مو اوږدو جګړو ته ورټېل وهي.

ښاغلي غني و ویل«دښمن هڅه کوي، چې په دغه ډول بریدونو ان زموږ درونه سره و وېشي، دښمن زموږ پر یووالي، دین، مذهب، قوم او تاریخ بریدونه کوي او دا ټولې هڅې یې د دې له پاره دي، چې زموږ لوی او واحد ملت په ټوټو ویشي او بیا مو اوږدو جګړو کې ښکېل کړي.»

خو ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان هر دښمن چې د دغه لوی ملت د ټوټه کېدو او محوه کېدو فکر کړی، نن یې هم قبرونه د افغانستان په غزونو کې دي او دا ارمان یې ګور ته وړی دی.

ولسمشر غني پر ټولو سیاسيونو، مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي مخور، رسنیو او عام ولس څخه وغوښتل، چې د دښمن دغه شومې هڅې د تېر په څېر یو ځل بیا پر خپل ملي یووالي سره شنډې او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

ښاغلي غني ټنیګار وکړ، چې ټول باید په ګډه د ملي یووالي او ملي اجماع
ښاغلي غني وړاندې زیاته کړه«آیا غواړی چې نړیوال بیا افغانستان ته سل زره سرتېري راولېږي؟ د سیمې ځینې هېوادونه خو همدا کوښښ کوي، چې موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې لرې او په انزوا کې واچوي، او هغه څه چې په دې تېرو کلونو کې مو په عقل او کار لاس ته راوړي په احساساتو له لاسه ورکړو، موږ باید د باعزته او تل پاتې سولې او ثبات له پاره یوه طرحه او ملي اجماع ولرو او په یوه غږ و وایو، چې تل پاتې او باعزته سوله غواړو.»
له پاره کار وکړي، ځکه افغانستان نور د ۴۰ کلن ناورین او بحران پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی.

نوموړي و ویل، چې د ۴۰ کلن بحران پای ته ځکه په رسېدو یوو چې اوس د افغانستان د سولې او ثبات له پاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځ ته شوې او اړتیا یوازې دا ده، چې ملي اجماع رامنځ ته او ټول مېشتي قومونه په یوه غږ باغزته او تل پاتې سولې غږ اوچت او جدي کار ورته وکړي.

ولسمشر و ویل« دغه ۴۰ کلن جنګ نور پای ته رسېدونکی دی او په دې نړیواله اجماع رامنځ ته شوې،د سولې امکانات زیات شوي، د جنګ ماهیت تغیر کړی زموږ امنیتي ځواکونه ورځ تر بل ځواکمن کېږي، اوس پوښتنه دا ده، آیا غواړ سولې ته به رسېدو ځان یو ځل بیا له انزوا سره مخ کړو.»

ښاغلي غني وړاندې زیاته کړه«آیا غواړی چې نړیوال بیا افغانستان ته سل زره سرتېري راولېږي؟ د سیمې ځینې هېوادونه خو همدا کوښښ کوي، چې موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې لرې او په انزوا کې واچوي، او هغه څه چې په دې تېرو کلونو کې مو په عقل او کار لاس ته راوړي په احساساتو له لاسه ورکړو، موږ باید د باعزته او تل پاتې سولې او ثبات له پاره یوه طرحه او ملي اجماع ولرو او په یوه غږ و وایو، چې تل پاتې او باعزته سوله غواړو.»

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د یوې باثبات ټولنې له پاره یوه ملي تړون ته اړتیا ده
هغه و ویل«عادلانه نظام په بهرنیو مرستو نه جوړېږي او نه یې هم بهرنیان جوړولی شي، یوازې زموږ پر خپلو مټو او کار د اسلام د مبین دین د بنسټ پر اساس جوړېدای شي ځکه د اسلام بنسټ پر عدالت ولاړ دی، که چېرې موږ تمه ولرو، چې نور به راته نظام جوړ او له لوږې او فقر نه به مو خلاص کړي دا غلته ده، موږ باید خپل مسوولیت ومنو، په ګډه کار وکړو، نړیوالې تجربې ثباته کړې، چې متحرک اقتصاد او عدالت نظام رامنځ ته کولی شي، افغانستان هر څه لري، موږ یې باید په کار واچوو، نیمه ډوډۍ باید تقسیم نه کړو، بلکې فابریکه یې جوړه کړو، تر څو ستونزه بنسټیز حل شي.»
او له دې پرته شونې نه ده، چې په افغانستان کې اجتماعي عدالت تامین او قانون پلی شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې د ثبات، اجتماعي عدالت او پرمختګ له پاره خوځنډه اقتصاد ته اړتیا ده او د اقتصادي تحرک له پاره باید پر بهرنیو مرستیو تکیه ونه شي، بلکې خپله لاس په کار او خپل اقتصاد پر پښو ودروو.

هغه و ویل«عادلانه نظام په بهرنیو مرستو نه جوړېږي او نه یې هم بهرنیان جوړولی شي، یوازې زموږ پر خپلو مټو او کار د اسلام د مبین دین د بنسټ پر اساس جوړېدای شي ځکه د اسلام بنسټ پر عدالت ولاړ دی، که چېرې موږ تمه ولرو، چې نور به راته نظام جوړ او له لوږې او فقر نه به مو خلاص کړي دا غلته ده، موږ باید خپل مسوولیت ومنو، په ګډه کار وکړو، نړیوالې تجربې ثباته کړې، چې متحرک اقتصاد او عدالت نظام رامنځ ته کولی شي، افغانستان هر څه لري، موږ یې باید په کار واچوو، نیمه ډوډۍ باید تقسیم نه کړو، بلکې فابریکه یې جوړه کړو، تر څو ستونزه بنسټیز حل شي.»
 
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د شهیدان وارثینو ته په خبرو کې و ویل، چې د شهیدانو وراثینو ته باید په ټولو برخو کې امکانات برابر شي خو په وینا یې دا کار یوازې د یوې ورځې او یا اونۍ په لمانځلو نه کېږي، بلکې دا باید په ولس کې مطرح او کار ورته وشي.

افغان ولسمشر و ویل، چې په هوايي ډزو، وحشت او ترحې خورولو سره نه د شهیدانو ارمانونه پوره کېږي او نه یې هم د وارثینو ستونزې حل کېږي، بلکې په وینا دغه ستونزې په دې حل کېږي، چې ټول په یوه غږ و وايي، چې د افغانستان په جهاد کې ټول ولسونه برخه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي