هلمند کې دوه ځانمرګي په خپله چاودنه کې ټپیان شوي دي

22 سنبله 1397 ساعت 13:57

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه ځانمرګو غوښتل موټر بم برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې او دواړه په کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه ځانمرګو غوښتل موټر بم برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې او دواړه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د وږي ۲۲ مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند د سولې چوک ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلي خان ویلي دوه ځانمرګو بریدګرو غوښتل د لښکرګاه ښار په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې موټر بم برید تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې بریدګر په خپل موټر کې سپاره وو، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې موټر چاودلی، چې په کې دواړه بریدګر او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.

سمونوال ګلي خان وايي، دواړه بریدګر په ټپي حالت کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې وروسته به معلومات ترې وشي.

په ورته وخت کې د هلمند مطبوعاتي دفتر ویلي، د امنيتي ځواکونو د څېړنې ټيم ساحې ته رسېدلی، ترڅو د چاودنې څرنګوالی معلوم کړي.

د دغه دفتر په وینا دا چې په چاودنه کې موټر بشپړ نه دی تخریب شوی، نو څېړونکی ټپیم سیمې ته تللی تر چې معلومه کړي، چې چاودېدونکي توکي موټر کې ځای پر ځای شوي وه، چسپکي ماين وو او که بريدګر په ځان پورې انفجاري توکي تړلي وه.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 108251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com